انصار: ( د کب ۷ مه)، په بلخ کې په زر اړمنو کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې وېشل شوي، د یاد ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو او د کورنیو بې ځایه شویو زر اړمنو او بې وزله کورنیو سره یې د اته قلمه خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده.
د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست لخوا د پوهنې د ملاتړ لپاره د افغانانو مؤسسې په مالي مرسته، د مزارشریف ښار نږدې سیمو او پنډغالو ته، له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو او په کور دننه له ولایتونو را بې ځایه شویو زر اړمنو او بې وزله کورنیو باندې، د خوراکي توکو د مرستو وېشلو لړۍ پیل شوه.
د بلخ ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس اسدالله وفا وایي، چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران هېوادونو څخه د راستانه شویو مستحقو کډوالو یوه شفافه سروې یې ترسره کړې، چې په دوو پړاوونو کې به په زر کورنیو باندې اته قلمه خوراکي توکي او د پوښاک جامې پرې ووېشل شي.
د پوهنې د ملاتړ لپاره د افغانانو مؤسسې مسوول بختیار احمد پر اړمنو کورنیو باندې د مرستو وېشل د هغوی لازمي حق بولي او وایي، چې له هرې اړمنې کورنۍ سره یې د اته قلمه خوراکي توکو او یو شمېر ژمنیو جامو مرسته کړې ده.
په اړمنو کورنیو باندې دغه مرستې داسې مهال وېشل کېږي، چې څه باندې یوه میاشت وړاندې هم د بلخ کډوالو چارو ریاست لخوا په شاوخوا ۷۰۰ کورنیو باندې د خوراکي توکو او د نغدي پیسو مرستې وېشل شوې وې.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30309